د کندهارسپین بولدک ولسوالۍ کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ،کابل: په خواشینۍ سره وسله والو طالبانو د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د تروریستي بریدپه پایله کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغه وحشیانه بریدد غندلوپرمهال پرماشومانو، ملکي وګړواو تاسیساتو برید، زموږ پر تمدن، دین او ملي عزت برید وباله او وې ویل، د دغه ډول بریدونو خاین، فاسق، فاجر او له اسلام څخه بې خبره عاملین به د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسول شي.

د هیواد جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته د شهیدانو کورنیو ته د پر وخت رسېدنې او د ټپیانو د درملنې د لارښوونې ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.