کندز ولایت کې د طالبانو له خوا د عامو وګړو یرغمل نیولو او وژلو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۵ل د غبرګولي ۱۲

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابینې په نننۍ غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، په کندز ولایت کې زموږ د بې ګناه او ملکي هېوادوالو شهیدانول او یرغمل نیول یو خاینانه عمل وباله او په سختو ټکو یې وغانده.

جمهور رئیس وویل، له دې پېښې څخه له خبرېدو وروسته یې بیړنۍ امنیتي ناسته راوبلله او د هېواد امنیتي او ملکي مقاماتو ته یې دغې پېښې او د هغې  قربانیانو ته د رسیدګي په خاطر ټینګه لارښوونه  وکړه.

جمهور رئیس غني وویل، ” دا عمل په حقیقت کې قطاع الطریقي ده او د طالبانو لومړی شخص چې ځان د دین عالم بولي په دې عمل سره وښودله چې د اسلام مبین دین او د هغه له اساساتو څخه مطلق بې خبره دی او قطاع الطریق زموږ په دین، قانون او عرف کې د سختې جزا وړ دی او هغوی نشي تښتېدلی د خپلو اعمالو سزا به ورکړل شي. “

جمهور رئیس له دیني علماو، رسنیو، مدني ټولنې او ملي شورا څخه وغوښتل چې د دغې ناوړه پېښې د غندلوپه خاطر خپل رسا غږ پورته کړي.

دغه جنایتکاران له بهرنیو ترهګرو سره په ګډه د پردیو موخو ته د رسېدو په خاطر زموږ د بې ګناه او ملکي وګړو بې رحمانه وژلو ته پرون په کندز او له هغه وړاندې په هرات، پکتیا، ننګرهار، غزني، کابل او د هېواد په ټولو نقطو کې زموږ له خلکو سره دښمنۍ ته ادامه ورکوي.

د افغانستان دولت او د هېواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه  واضح دستور لري چې د خلکو د دفاع او زموږ د خلکو د دښمنانو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي. په یوکتارکې د علماو او روحانیونو، د مدني ټولنې د بنسټونو ، د هېواد د رهبرانو او سیاسي شخصیتونو او ټولو خلکو ودرېدل د هغوی بریالیتوب دی، تر څو هیڅ وخت هغو خونکارانو ته د جبهې شا پرانیستې پرېنږدو.

محمد اشرف غني وویل، ” اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د دغې پېښې د شهیدانو کورنیو سره عاجلې مرستې وکړي.“

جمهور رئیس د کورنیو چارو وزیر ته د لویو لارو د ښه امنیت په موخه لارښوونه وکړه او د ټرانسپورټ وزارت له مسولینو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له کورنیو چارو وزارت سره ګډ کار وکړي.