د کندهار په امنیه قوماندانۍ د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په ډېر تأسف سره نن ماسپښین تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام، د کندهار ولایت په امنیه قوماندانۍ باندې د تروریستي برید په ترسره کولو سره، زموږ یو شمېر بېګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
جمهوررئیس غني ددې وحشیانه برید د غندلو ترڅنګ وویل: د افغانستان حکومت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر اساس، د سولې پروګرام پر مخ وړي، خو طالبانو یو وار بیا د دې وحشیانه برید په ترسره کولو سره وښوده چې د جګړې، د تاوتریخوالي او په ملکیانو د بریدونو د دوام نیت لري.
جمهوررئیس محمد اشرف غني، د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او اړوندو مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې او د ټپیانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.#