پر کندز ښار د طالبانو د برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په خواشینۍ سره چې طالبانو نن پر کندز ښار د برید له امله یو شمېر ملکي سیمو او غیر نظامي اهدافو ته زیان ورساوه او غوښتل یې د وېرې او وحشت فضا حاکمه کړي، اما د هیواد اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وخت او جدي ډول د طالبانو دغه برید دفع او په شا وتمباوه.

طالبانو په ملکي سیمو او عام المنفعه ځایونو د برید کولو، د عامو وګړو د سپر ګرځولو او خلکو ته د زیان اړولو په خاطر له هیواد او خلکو سره خپله دښمني او د جګړې د دوام لپاره خپله اراده په ډاګه کړه.

د هیواد جمهوررئیس د طالبانو د دغه ناوړه عمل د غندلو تر څنګ وویل، د هیوادوالو د ځان او مال ساتنه د حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې جدي تعهد موجود دی.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، د طالبانو دغه ډول اعمال د دې ډلې د رهبرانو د ناستې له موضوع سره چې په دوحه کې جریان لري، په ټکر کې دي. حال دا چې د افغانستان خلک د جګړې د پایته رسېدو او پایداره سولې چې خلک په کې باعزته ژوند وکړي، غوښتونکي دي.

جمهوررئیس د دښمن د برید د مهارولو او په موقع د ځواب ویلو په خاطر د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه او زیاته یې کړه، دغه ځواکونه د هیواد ریښتینې بچیان دي چې تل یې په خپلو اتلولیو او سرښندنو د هیوادوالو د ځان او مال ساتنه کړی ده.