د کابل ښار شپږمه ناحیه کې د نننیو تروریستي برېدونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: وحشي تروریستانو نن مازدیګر د کابل ښار شپږمه ناحیه کې پر میوند پهلوانۍ کلپ د برید په پایله کې یو شمېر وزرشکاران او نندارچیان شهیدان او ټپیان کړل.

دغه راز له دغه تروریستي برید وروسته په بله تروریستی پېښه کې یو شمېر ملکي وګړي، خبریالان او امنیتي ځواکونه شهیدان او ټپیان شول.

جنایتکاره تروریستان له مرګ، وحشت، ورانۍ او جنایت پرته بل هیڅ هدف نه لري او پر ښوونځي، مدرسې، جومات، بازار، ورزشي ځایونو او ملکي وګړو برید د دې جنایتکارانو اصلي موخه  ګرځېدلې ده.

پر ملکي وګړو او د رسنیو په کارکوونکو برید د بیان پر آزادۍ برید او بشري ضد جنایت دی.

جمهوررئیس غني دغه تروریستي پېښې سختې وغندلې او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته عاجله رسېدګي وکړي او ددې دردناکې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی وارزوي.

د هېواد جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0