په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

 ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو چې زموږ مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې همت له لاسه ورکړی، ملکي وګړي په نښه کوي چې نن یې په جلال اباد کې د جنازې پر مراسمو د برید پرمهال زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

جمهور رئیس غني د دغه تروریستي برید د غندلو پرمهال وویل، پر سپېڅلو ځایونو او د مسلمانانو مذهبي مراسمو برید دا ښیي چې د افغانستان دښمنان د اسلام سپېڅلي دین، جوماتونو او د مسلمانانو مذهبي مراسمو ته درناوی نه لري.

تروریستانو په دې وروستیو کې پر ملکي وګړو او عام المنفعه ځایونو د وحشیانه بریدونو په ترسره کولو سره له ټولو قومونو، مذهبونو او دهېواد پرمختګ سره خپله دښمني وښوده. د دې وخت را رسېدلی دی چې ټول خلک په ګډه تر پخوا زیات د دغې شومې پدیدې پر ضد د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي، تر څو هغوی نابود او وځپو.

جمهوررئیس د دغو تروریستي پېښو د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کوي، شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د ښې روغتیا دعا کوي.#   

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0