د سپمټبر د یوولسمې تروریستي بریدونو داتلسمې کالیزې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ د بشریت په ځانګړي ډول د امریکا په تاریخ کې د عطف نقطه ګڼل کېږي چې القاعده ډله د لویو تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره د هغه نړیوال بوګنوونکي جنایت مرتکب شوه چې نږدې ۳۰۰۰ امریکایي وګړي یې قرباني کړل، دغه راز یې زرګونه تنه ټپیان او د امریکا خلکو ته یې میلیاردونه ډالر مالي زیان ورواړولو.

د هیواد جمهوررئیس محمداشرف غني وویل: «افغان دولت د نړیوالې ټولنې د مسوولې کورنۍ د یوه غړي په توګه د سپټمبر د یوولسمې د اتلسمې کالیزې په مناسبت خپل د تسلیت او همدردۍ مراتب د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو، د امریکا ملت او دولت ته وړاندې کوي».

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو ډلې زموږ د هیواد ستره برخه اشغال کړې وه او افغانستان دالقاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن په شمول د نړیوالو تروریستي شبکو د حضور لپاره په امن پټن ځای بدل شوی وو.

جمهوررئیس غني زیاته کړه: «که څه هم چې د افغانستان حکومت په تېرو اتلسو کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوالې ټولنې په ملاتړ له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار  لري او د سیمې او نړۍ د امنیت د دفاع په خاطر یې سترې قربانۍ ورکړي دي، اما تراوسه هم ګډ ګواښ موجود دی او دغه ډلې هڅه کوي چې زموږ هیواد په خپل امن پناه ځای بدل کړي».