د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کابل ښار نهمې ناحیې په ملکي سیمه کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره متاسفانه زموږ یو شمېر بیګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

طالبانو ادعا کړې چې د بهرنیو ځواکونو کاروان یې په نښه کړی، په داسې حال کې چې د دې خونړي برید قربانیان ملکي وګړي دي.

جمهوررئیس غني د طالبانو دا جنایتکاره عمل په کلکو ټکو غندي او وایي، له دغې ډلې سره به سوله چې زموږ بیګناه خلک وژني، سخته وي.

جمهوررئیس وویل: بین المللي ټولنه باید د طالبانو کړنو ته په پام پوهه شي چې له څه ډول جنایتکارې او خونخوارې ډلې سره په معامله کې ده. هغه ډله چې هره ورځ په ملکي کسانو او عام المنفعه تاسیساتو بریدونه کوي، بېګناه خلک په وینو لمبوي او د افغانستان د ویجاړولو څخه دریغ نه کوي.

جمهوررئیس زیاته کړه: له نړۍ څخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تمه دا ده چې د دا ډول جنایتکارو او وحشي اعمالو پر وړاندې چوپ پاتې نشي او د دې تروریستي ډلې اصلیت چې یوازې زموږ  د بېګناه خلکو له وژلو مه واره بله موخه نه لري، وپېژني.

جمهوررئیس غني اړوندو مسوولینو ته د لارښوونې ترڅنګ چې د دې تروریستي پېښې ټپیانو ته په رسېدنه کې هیڅ ډول هڅې دریغ نه کړي؛ د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربادر کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.