مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابلباران د انسانانو، ژوندیو مخلوقاتو او زرغون طبیعت لپاره له مهمو الهي نعمتونو څخه دی. د اسلام مبارک دین سپارښتنه ده کله چې د وچکالۍ نښې ښکاره شوې، نو مومنان دې خدای تعالی ته رجوع او په عاجزۍ دعا وکړي چې د برکتي باران ورولو سره هغوی له خپل نعمت څخه برخمن کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان له مومن ملت څخه غواړي چې د نبوي سنت او د  اسلامي فقهې د ضوابطو مطابق سر له سبا (پنجشبې) په ټول هېواد کې د استسقا لمونځ وکړي.

د هېواد جمهور رئیس څرګندوي چې علمای کرام او خطیبان دې د حج، ارشاد او اوقافو وزارت او د علماو شوراګانو په همکارۍ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د منبرونو او رسنیو له لارې د دې موضوع د شرعي ارزښت روښانولو سره، د استسقا لمانځه اداب او طریقه متدینو خلکو ته بیان او د هغه ادا کولو لارښوونه ورته وکړي.

امید دی چې د نېکانو د دعا او د دغه اسلامي اصل پر ځای کولو سره به د الهي رحمت د نزول او برکتي باران د ورېدو شاهدان شو، چې زموږ د خلکو ژوند به ورسره ځلا پیدا کړي، د هېواد طبیعت به زرغون او تازه شي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0