په ایران کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ایران پر اهواز ښار تروریستي برید چې له امله یې د دغه هېواد یو شمېر اوسېدونکي قرباني شول، په کلکه غندي.

 د افغانستان حکومت او خلکو له کلونو راهیسې تروریزم سره په مبارزه کې زیاتې قربانۍ ورکړي او لا هم زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه له دغې شومې پدیدې سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.

د افغانستان حکومت په دې باور دی چې تروریزم سیمه‌ییزه او نړیواله ښکارنده ده او د دې اړتیا ده چې هېوادونه په ګډه همکارۍ او له توپیر پرته د هغې په ضد مبارزه وکړي او دغسې همکاري کولای شي چې د تروریزم په ضد د مبارزې موثریت دوه چنده کړي.

موږ په دې باور یوو چې تروریزم سرحد نه پېژني او د ټول بشریت دښمن دی، ځکه د هر هېواد اوسېدونکي په هر ځای کې په نښه کوي له همدې امله د دې وخت را رسېدلی دی چې له دغې ښکارندې سره د ټولیزې اجماع له لارې جدي او صادقانه مقابله وشي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0