په جلال اباد ښار کې د کرکټ پر رمضان کپ سیالیو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو پرون شپه په جلال اباد ښار کې بهسودو پله ته ورڅېرمه د کرکټ پر رمضان  کپ سیالیو د تروریستي برید په ترسره کولو سره د یادو سیالیو یو شمېر  جوړونکي او مینه وال چې د تراویح لمانځه له ادا کولو وروسته د یادې سیالۍ لېدو ته راټول شوي وو،  په وینو ولمبول.

تروریستي ډلې ان د روژې په مبارکه میاشت کې چې د عبادت او بښنې میاشت ده، د خلکو له وژلو لاس نه اخلي او په لوبغالي کې د خلکو په ګڼه ګوڼه د تروریستي برید په ترسره کولو سره یې یوځل بیا ثابته کړه چې هغوی هیڅ دین او قانون ته درناوی نه لري او د انسان او انسانیت دښمنان دي.

جمهوررئیس غني د یاد وحشیانه برید د سخت غندلو ترڅنګ وویل: د دغه ډول جنایتکارانه بریدونو ترسره کول زموږ مذهبي او فرهنګي ارزښتونو سره دښمني او د فتنه ګرو د جنایت او وحشت دوام دی.

د هېواد جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې د دغې غمجنې پېښې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0