په جلال اباد ښار کې د نوم لیکنې پر مرکز (جومات) د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۷ کال د غويي ۹

ارګ، کابل: دا څوم ځل دی چې د افغانستان دښمنان د رای ورکونکو د نوم لیکنې  پر مرکزونو بریدونه کوي او دا ځل یې په جلال اباد ښار کې د نوم لیکنې یو مرکز (جومات)چې سپېڅلی ځای دی، هدف ګرځولی دی.  

د افغانستان دښمنان د ولسواکۍ د پروسو او دیني او اسلامي ارزښتونو مخالف دي چې د دوی دا ډول انساني او اسلامي ضد کړنې به په دغو پروسو کې د خلکو پر حضور او ګډون هیڅ ډول منفي تاثیر ونه لري او برعکس زموږ هېوادوال په پوره لېوالتیا د نوم لیکنې مرکزونو ته ورځي.

حکومت د تروریستانو د کړنو د غندلوترڅنګ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته  تینګ دستور ورکړی چې په ټول هېواد کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو کلک امنیتي تدابیر ونیسي.

شریک کولShare on Facebook5Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0