د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د سیمه‌ییزو پولیسو د کړنو، د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د محابسو د اصلاح او ښه والي طرحه او پر انټرکانټیننټال هوټل د تروریستي پېښې د پایلو د څېړنو د پرمختګ راپور وارزول شو.

په پیل کې د سیمه‌ییزو پولیسو د کړنو راپور غونډې ته وړاندې شو او جمهوررئیس د یاد راپور له اورېدو وروسته په ملي پولیسو کې د واحدې قوماندې پر جوړولو د لارښوونې ترڅنګ د موثرو سیمو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

وروسته د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د محابسو د اصلاح او ښه‌والي طرحه غونډې ته وړاندې شوه او جمهوررئیس په دې اړه وویل، د محابسو په مشرتابه او مدیریت کې دې هراړخیز اصلاحات رامنځته او د زندانیانو حقونو او امتیازاتو ته پاملرنه وشي. هغه له زندانیانو سره په چلند کې د قوانینو او بشري حقونو پر مراعتولو ټینګار وکړ.

په غونډه کې پر انټرکانټیننټال هوټل د تېر کال د تروریستي پېښې د پایلو څېړنه وارزول شوه او جمهوررئیس د امنیتي ارګانونومسوولینو څخه د دغې پېښې د عاملینو په نیولو کې د پرمختګ له امله مننه وکړه او هغوی ته یې هدایت ورکړ چې د راپور جزئیات له خلکو سره شریک کړي.