د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د ویناژباړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د ویناژباړه

تاشکند – ازبکستان

۱۳۹۶ل د لېندۍ۱۴/ ۲۰۱۷ د ډسمبر ۵

بسم الله الرحمن الرحیم.

د دوست او ورور ازبکستان هېواد محترم ملته!

السلام علیکم!

د افغانستان د خپلواکو او سوله خوښو خلکو نېکې هیلې او صمیمانه احترامات ومنئ.

په دې رسمي سفر کې زه او ملګري مې راغلي یوو چې یوه مهمه او تاریخي، خو په وروستۍ پېړۍ کې کمزورې شوې اړیکه، په نوي ماهیت بېرته ورغاوو او غښتلې یې کړو.

ګډ تاریخ او فرهنګ، د دوو دوستو ملتونو اړیکې نښلوي. موږ ویاړو، چې زموږ په هېواد افغانستان کې، اُزبکي درېیمه رسمي ژبه ده. د امیر عليشیر نوایي او خوشحال خان خټک په څېر متفکرو شخصیتونو، د عدالت لپاره خپل غږ پورته کړی دی. که چېرې د امیر عليشیر نوایي په کلماتو یې بیان کړم: «آدمی ایرسنگ، دیما گیل آدمی / آنیکی یوق، خلق غمیدن، غمی» [= هغو کسانو ته باید د انسان خطاب ونه کړو، چې د انسانانو په غم نه غمجن کېږي.]

ښاغلی جمهور رئیس! اجازه راکړئ د افغانستان د خلکو او حکومت په استازولۍ، له ما ـــ ستاسو ورور ـــ او راسره پلاوي او زما د هېواد افغانستان د راتلونکي ثبات او هوساینې لپاره ستاسو د ډاډ او فوق العاده هرکلي له امله مننه وکړم.

نن په حقیقت کې یوه تاریخي ورځ ده؛ لومړی دا چې نن له هغې ورځې سره برابره ده، چې د ازبکستان لوی ملت تاسو د جمهوررئیس په توګه وټاکلئ. له دې اړخه، تاسو ته (د جمهوري ریاست) د لومړۍ کلیزې مبارکي وایم.

همدا راز لېوالتیا لرم، چې فرصت غنیمت وبولم او تاسو ته د ازبکستان د خپلواکۍ د شپږ ویشتمې کلیزې مبارکي ووایم. د دې شپږ ویشتو کلونو په جریان کې، تاسو لوی کارونه ترسره کړي دي او سږ موږ بېساری نوی حرکت رامنځته کړ.

په سمرقند کنفرانس کې، تاسو د سیمه ییزې همکارۍ لپاره نوې اجنډا مطرح کړه، چې ستاسو د یو، یو ګاونډي د ثبات او امنیت د ځواکمنتیا لامل ګرځېدلې ده.

ښاغلی جمهوررئیس! تاسو د «آسیا زړه» [افغانستان] ترڅنګ، د ختیځې آسیا، لویدیځې آسیا، سویلي آسیا او مرکزي آسیا د نښلوونکي زړه په توګه ځای لرئ.

ښاغلی جمهوررئیس! زموږ اجنډا په دې اساس چې همکاري په ځلونو تر اختلاف او جګړې ګټوره ده، د ټولو خلکو لپاره چې په حقیقت کې خویندې او ورورڼه دي، د پرمختګ او ثبات لید لوری وړاندې کوي.

او ښاغلی جمهوررئیس! هغه څلور کلن پلان چې تاسو تدوین کړی او په لنډ مهال کې به عملي شي، په ژور ډول د اُزبکانو لپاره الهام بښونکی او زموږ لپاره د همکاریو ژمنه ده.

خوښ یم، چې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ کال پورې زموږ څلور کلن پلان، ستاسو له اجنډا سره ښه تناسب لري. او په ملګرو ملتونو کې ستاسو هغه وینا، چې په هغه کې مو ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې ودرېدنې (ایستادګي) پر اړتیا ټینګار وکړ، د افغانستان په تړاو د جمهوررئیس ټرمپ له وروستۍ ستراتېژۍ مو ملاتړ  وکړ او د یو باثباته افغانستان لپاره مو استدلال وکړ، له زړه یې هرکلی کوو.

په تاشکند کې د اسلامي تمدن انسټېټیوټ او په سمرقند کې د امام بخاري انسټېټیوټ تأسیس، د منځلارۍ او زغملو لوی فرهنګ او تمدن بېرته راګرځولو لپاره عمده ګامونه دي.

جلالتمآب شوکت میرضیایف؛ دا چې تاسو د هوکړه لیکونو او زموږ د ګډ لید لوري په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل، زه به په لنډ ډول نور موضوعات تشریح کړم.

موږ د نېکو موخو، سیاسي ارادې، ګډ پروګرام او د هغه د عملي کولو د ژمنتیا نجیبه کړۍ رامنځته کړې. نن، موږ داسې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې زموږ د کلیدي هیلو او غوښتونو پر اساس د دولت ـــ دولت همکاریو لپاره مناسب چوکاټ رامنځته کوي. 

په همدې اساس، زما وړاندیز دا دی، چې ۲۰۱۸ کال، د پایلو کال، د عملي کولو کال او له ځنډ پرته په پایلو زموږ د موخو بدلېدو او څار کال دی.

موږ باید ټوله بشري هڅه وکړو، څو د (۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا) د لېږد مزي له لارې سرخان دره او پلخمري سره ونښلوو؛ او موږ باید راتلونکې میاشتې دې ته ځانګړې کړو، چې څه ډول کولای شو د مزار شریف ــــ هرات اوسپنیزې کرښې د تطبیق او تمویل مرحلې ته ورسېږو. 

اجازه راکړئ د ازبکستان خلکو او حکومت ته ډاډ ورکړم، چې د افغانستان د خلکو او حکومت ټول نیت دا دی، چې ازبکستان یې په یوه عمده سوداګریز او ترانزیټي شریک بدل شي.

موږ باید د خپلې سوداګرۍ زیاتوالي لپاره مشخصې موخې وټاکو او ګډ شرکتونه او پانګونې رامنځته کړو، څو د دواړو هېوادونو او خلکو په ګټه تمام شي.

ګران وروره! زه، د هر افغان په توګه، ستاسو د ښې مېلمه پالنې، هرکلي او رښتینولۍ او د یوې پر ځان بسیا مرکزي آسیا او همدا راز د هوسا او غوړېدلې آسیا په زړه کې د ځای نیولو لپاره، د زړه له کومې ستاسو د ژمنتیا قدرداني کوم.  
اجازه راکړئ د افغانستان د حکومت او خلکو له لوري، تاسو جلالتمآب ته افغانستان ته د رسمي سفر بلنه درکړم.

په ورته مهال، دا چې د تاشکند او کابل ترمنځ مخامخ الوتنې شته دي، موږ تمه لرو، چې ستاسو لا زیات چارواکي، په ځانګړي ډول عصمت الله ایرګاشیف [دافغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی] (سفر وکړي) او زموږ ترمنځ لا زیاتې لیدنې وشي. کولای شو په ژمنتیا او لا زیاتې چټکتیا سل کاله جدایي جبران کړو.

پرېږدئ چې له نن څلور سوه کاله وروسته یادونه وشي، چې د ازبکستان او افغانستان جمهوررئیسانو د خپلو خلکو په هر اړخیز ملاتړ د زر کلن نوي دود او دستور بنسټ کېښود.

ژوندی دې وي ازبکستان! ژوندۍ دې وي د افغانستان او ازبکستان دوستي!

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0