د نابغه خوشحال د څلور ورځني نړیوال علمي- څېړنیز سمینار اختتامیه غونډې ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا متن

د نابغه خوشحال د څلور ورځني نړیوال علمي- څېړنیز سمینار اختتامیه غونډې ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم

د خوشحال قدر که اوس په هېچا نشته

پس له مرګه به يې ياد کا ډېر عالم

قدرمنو حضارو، پښتونخوا او کوټې څخه راغلو مېلمنو، خویندو او  وروڼو، ټولو وطنوالو، ټولو افغانانو، السلام علیکم!

 تر هر څه اول له تاسې قدرمنو حاضرینو، پوهانو او په تېره بیا له پښتونخوا او کوټې څخه راغلو مېلمنو نه مننه کوم چې د نابغه خوشحال په سمینار کې مو برخه واخیسته او د خوشحال پېژندنې په عظیم مبحث باندې مو د یو نوي باب او نوي فصل اضافه وکړه. د زړه له کومې مننه.

 د افغانستان له علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون څخه هم مننه کوم چې د نابغه خوشحال د سیمینار د جوړولو تابیا یې وکړله او دغه راز د کندهار پوهنتون څخه مننه کوم چې د پیاوړي شاعر دروېش دراني او محبوب کیسه لیکوال، طاهر اثر اپریدي د قدردانۍ غونډه یې جوړه کړه او د دغو استادانو کتابونه یې چاپ کړل. دروېش صاحب خو دا دی راغلی دی او هر وارې چې ما باندې غم راشي د درویش صاحب آثار لولم، مګر اثر اپریدي صاحب تشریف نه دی راوړی،  له خدایه ورته روغتیا او صحت غواړم، اما له دې نظره چې خیبر نه دېخواته څه پېښېږي زموږ زړه کې ډېر اوچت ځای لري.

ازمون پاچا، جناب استاد غضنفر، علومو اکاډمۍ، جناب لېوال صیب او ټولو نورو نه ډېره مننه کوم. ازمون پاچا خدای دې اجرونه درکړي. دلته، له هغو پوهانو هم خاصه مننه کوم چې په همدې مناسبت یې کتابونه چاپ کړي دي. ډاکتر صاحب عبدالحکیم شاه خټک په دستار نامې باندې ډېر مفصل تحقیق کړی دی چې کور یې ودان. دغه راز  ډاکتر صاحب لعل پاچا ازمون د خوشحال خټک په باب د پوهانو په لسګونو مقالې  را یو ځای کړي او د نظم پوهنې کتاب یې خپور کړی دی، دا چې د حبیبي صیب، د الفت صیب، د بېنوا صیب، د رسا صیب او د نورو آثار ما پرون شپه ولوستل ، کور دې ودان. واقعا دا یوه ګنجینه ده او دا ښیې چې دا لړۍ دوامداره ده. لېوال صاحب حماسې لیکلې دي او دا چې خاصتاً زما عاجزانه غوښتنه دې ومنله او په سلطان بابا دې بله حماسه ولیکله د زړه له کومې مننه، زه له هماغه کلي نه یم. سلطان صاحب وايي:

شپه ده د جمعې ولیان سره ټولېږي مکې ته روانېږي،سردسته د دوی سلطان سیداحمد پیر دی، دی تړلی په ځنځير دی.که دې خلاص شې دې به وران کړي دوزخونه.

نو له ما نه څه تقاضا لرئ، د سلطان بابا په غېږ کې لوی شوی یم.

 اجمل پسرلي د خوشحال د غزل په ښکلا باندې کتاب لیکلی دی، محمد طاهر کاڼي د افغانستان د نولسمې پېړۍ د تاریخ په اړه یو مهم اثر ترجمه کړی دی.  سرمحققې لطیفې قریشي زموږ د ډېر زحمتکش مورخ ارواښاد عزیزالدین وکیلي پوپلزي یو ګټور اثر چې د افغانستان د مطبوعاتو د تاریخ په باره کې دی، چاپ ته چمتو کړی دی، دغه راز د ادب پوهنځي محصلینو د خپلو مقالو یو کتاب برابر کړی دی، له دوی ټولو نه مننه او خصوصا له استاد حبیب الله رفیع څخه مننه کوم چې د خوشحال خټک د شعرونو د  نادرې نسخې په چاپ سره یې یوه بله موقع برابره کړه چې زموږ پوهان د خوشحال د هنر، شخصیت او کارنامو په اړه  د خبرو لپاره یو ځل بیا سره راغونډ شي. جناب استاده ستاسې له مقدمې نه د زړه له کومې نه مننه کوم . ما هغه شیان ستاسې په مقدمې کې پیدا کړل چې مخکې مې نه وو ویلي، نو مبارک دې وي، دا به تل یاد پاتې شي.

خوشحال خټک د پښتو ادب په تاریخ کې د یوه بنسټګر مقام لري. هر هغه څوک چې پښتو لیکي یا پښتو لولي، خوشحال ته به خامخا مراجعه کوي. د یوه فکري او فرهنګي بنسټګر خصوصیت دا دی چې ژبه او سبک او ادا په یوه چوکاټ کې راولي او پس له هغه خلکو ته یو چوکاټ موجود وي. یعنې مخکې تر خوشحال خټک موږ دومره محسوس او واضح چوکاټ نه لرو. دی په حقیقت کې تر یوه طرز او سبک زیات د یوه ګفتمان او ډیسکورس موسس او بنسټګر دی. لکه چې پر سیکالوژي بې له فروده نشۍ پوهېدی، همدارنګه په پښتو او پښتنولۍ بې له خوشحاله نشۍ پوهېدای.  ده زموږ په ژبه، په فکر او لیدلوري باندې اثر وکړ او دا اثر به په راتلونکې زمانو کې هم محسوس او ملموس وي. زر کاله پس له نن نه، به بیا هم په خوشحال باندې غونډې جوړېږي او موږ به د دې عزت کوو.

 ما د خوشحال خټک آثار او اشعار بیا بیا لوستي او هر ځل مې نوي څه ترې زده کړي دي. د استاد رفیع او تاسې استادانو د لیکنو له برکته مې اوس بیا دا امکان پیدا کړ چې یو څو شیبې  له خوشحال سره تېرې کړم. البته، په تېر ژوند کې مې  صرف یو ځل دا فرصت په نصیب شو چې نسبتا ډېر وخت، خوشحال او د هغه د زمانې مطالعې ته ورکړم. په نولس سوه اتیایم (۱۹۸۰)کال کې پوره درې میاشتې د خوشحال خټک له آثارو، تاریخ مرصع او د هغه د زمانې له نورو تاریخي آثارو سره بوخت وم. په هغه وخت کې ما وغوښتل په دې پوه شم چې دا څنګه چاپېریال او کوم ماحول و چې د خوشحال خټک غوندې شخصیت پکې راڅرګند شو.  د خپلې پوښتنې په ځواب کې ځېنو ابتدایي نتیجو ته ورسېدم چې دلته یې له تاسې سره شریکوم او څرنګه چې په وروستیو لسېزو کې مې په دې باره کې نوي تحقیقات نه دي کړي، نو توقع لرم چې مقدماتي نظریات مې څېړونکو او خصوصا ځوانو محققانو ته د نورو تحقیقاتو زمینه برابره کړي.

 تر هغه حده چې ماته معلوم دي، د پښتنو خان خېلې کورنۍ په شپاړسمه او اوولسمه میلادي پېړۍ کې یواځې په شاهي لویو لارو باندې مېشت وې. خارج د شاهې لویو لارو نه د خانانو کورنۍ مطابق ملکي وه، خاني وه. له ډیلي څخه تر پېښور او کابل پورې او له کابل څخه تر کندهار او بیا هرات پورې لویو لارو باندې خان خېلې کورنۍ منځته راغلې.  د احمد شاه بابا تر زمانې له مخه ما داسې اسناد نه دي پیدا کړي چې لویې خان خېلې کورنۍ دې له لویو لارو جلا په بل ځای کې رامنځ ته شوي وي.

 د دې شي دلیل څه دی؟ افضل خان په تاریخ مرصع کې ډېر ښکاره ځواب ورته لري. اکبر پاچا، ملک اکوړی د خټکو خان وټاکه، د لویې لارې امنیت یې وروسپاره او اجازه یې ورکړه چې له تجارتي کاروانونو مالیه واخلي او د لارې د امنیت لپاره د خټکو دځوانانو یو ځواک وساتي.

  دغه ډول اسناد د توخو د خانانو او د سدوزو د خانانو په باره کې هم موجود دي. اسدالله خان چې په سدو خان مشهور او د سدوزو نیکه دی، د شاه عباس اول په وخت کې له صفوي امپراطوري سره همداسې تړون درلود او پر مېر افغان مشهور وو. جبارخېلو هم خانان لرل. د مومندو خانان مشهور دي او نور خانان همدارنګه.

تر احمد شاه بابا له مخه یوازې ځینو قبیلو او خېلونو خانان لرل، خو احمد شاه بابا ټولو خېلونو او قبیلو ته خاني ورکړه. د همایون او اکبر  د امپراطوریو ګڼ خانان پښتانه وو، دغه راز په صفوي دربار کې به دوه خانان پښتانه وو.

 د لوی واکمن او امپراطور له خوا د خانۍ ورکړه په تاریخ کې تکرارېږي. موږ دا اټکل کولای شو چې په لرغوني افغانستان کې به هم د امپراطورۍ او خان تر منځ دغسې مناسبات موجود وو.

 ځینې کسان غواړي چې د پښتنو دغه خاني د اروپا له فیوډالي جوړښت سره ورته وبولي، خو دا اشتباه ده. د اروپا په فیوډالي جوړښت کې اساس ځمکه وه، تجارتي مناسباتو پکې خاص اهمیت نه درلود، خو زموږ په خانیو کې اقتصادي اساس په تجارت ولاړ وو او مشروعیت یې د امپراطورانو د فرمانونو پر بنیاد وو. د برتانوي هند د زمانې مشهور بیروکرات او مورخ الفنسټن وایي چې داسې پښتون، خان نشته چې تجارت ونه کړي. دستار نامه کې ګورۍ چې د تجارت اداب یو له هغو ادابو څخه دي چې خان یې لازم بولي. البته، د خوشحال بابا په باره کې باید دا ووایو چې هغه سخاوت ته دومره اهمیت ورکاوه چې سرمایه او پیسه ورسره نه زېرمه کېده. هم یې پلار قرضدار وو، هم یې نېکه قرضدار وو او هم دی دوامداره قرضدار وو، ځکه پر ولس یې لګولې، نه یې جیبونو ته اچولې.

 د اروپا د فیوډالي جوړښت او زموږ د خانیو لا لوی توپیر دا وو چې هلته لارډ او بزګر له یو بل سره په تضاد کې وو، خو دلته په خاني جوړښت کې خان او خېل سره تړلي وو، ځکه خو وایي چې:

که خان یې په یاران یې!

 د خان او خېل تضاد له بده مرغه له نورو قبیلو او خېلونو سره وو، نو ځکه زموږ نفاق د مغلو بریا وه.

 د خوشحال د کورنۍ مشران له یوسفزیو سره په جګړو کې ووژل شول، ځکه یوسفزیو د مغولو پاچاهي نه منله. خوشحال په سوات نامه کې وایي چې په سوات کې د ښکار کولو او د سوات د ګلونو د لیدلو ارمان یې یوازې په زړبودن کې پوره شو، ځکه په زړبودن کې دی هم د سوات د یوسفزیو غوندې د پاچاهۍ مخالف شو او په دې ډول یې سوات ته د تلو امکان پیدا کړ.

 د دې لپاره چې د خوشحال خټک ماحول لا ښه وپېژنو، پکار ده د هغه وخت وسایل په نظر کې ونیسو. په هغه وخت کې آس او اوښ د تګ راتګ عامې وسیلې وې. اوښ په یوه ورځ کې حد اعظم شل میله مزل کوي. کاروانیان به مجبور وو چې د لارې په غاړه یو ځای شپه تېره کړي. د لارې په غاړه د خانانو مېلمه خانې او حجرې د لارویانو د شپې تېرولو لپاره ښه ځایونه وو.

 نو، هم له خېل او قبیلې سره د روابطو د ساتلو لپاره او هم د لارې مسافرو ته د ډوډۍ ورکولو لپاره مېلمه پالنه په خاني کلتور کې ډېر اهمیت لري. دا چې د خوشحال په شعرونو کې په سخاوت او مېلمه پالنه باندې زیات تاکید کېږي، دا تصادفي خبره نه ده. خوشحال بابا په خپله یوه قصیده کې د خپل نیکه یحیی خان په باره کې وایي چې:

 هم یې تېغ و، هم یې دېګ و

او د ځان په باره کې خو فرمایي چې:

لکه خرڅ مې د بابا و

زما لا و دو چندان

په دستارنامه کې چې خوشحال خټک مېلمه پالنه او سخاوت تر شجاعت هم افضل هنر بولي، د خانۍ د موسسې مطابق خبره ده.

 د دې لپاره چې د لویو لارو په غاړه د اوسېدونکو خان خېلو کورنیو فرهنګي او کلتوري حالت لا ښه مجسم کړو، پکار ده، دا وګورو چې په دغو لویو لارو به چا تګ راتګ کاوه؟

 په دغو کاروانیانو او لارویانو کې به پاچهان، شهزاده ګان، سرداران، مشهور صوفیان، ملایان، عالمان، فقیران او تاجران هم شامل وو. په لویو لارو به د هند، منځنۍ اسیا ، ایران او نورو ځایونو ډېر لوی مفکران تېرېدل او موږ دا تصور کولای شو چې د اکوړې د خان کره به یې شپې وې او مجلسونه به یې وو. دا تصور مشکله نه ده چې مثلا د مغولو ډېر دانشمند شهزاده، دارا شکوه به د اکوړې له خان سره لیدلي وي او افکار به یې سره تبادله کړي وي. ځکه له لېرې نه دا تصویر دی چې اکوړه خټک به څنګه د فکرونو د تولېدلو او داسې نابغه شخصیت د زېږېدلو ځای وي. هیله ده ثابته شوې وي چې دی په جهان کې په داسې یوه کلیدي ځای کې وو چې ټولو په کې تګ او راتګ کاوه.

 د مغولو تاریخونه په دې باره کې کافي معلومات راکوي چې په هغه زمانه کې څه وخت او کومو پاچهانو، شهزاده ګانو او لویو منصبدارانو له هند څخه پېښور او کابل او بیا بلخ یا کندهار ته سفرونه کړي دي. دغه راز د صوفیانو په تاریخونو او د تجارت په تاریخ کې هغه لوی سوداګر او صوفیان پېژندلای شو چې د اکوړي په لار تېر شوي دي. موږ دا اټکل کولای شو چې دغه کسان به د اکوړي د خانانو په کور کې پاتې شوي وي او دوامداره مجلسونه به یې ورسره کړي وي.

 تر نولسمې پېړۍ پورې هندوستان ته یوازې د شمال له خوا کتل کېدل. کابل او کندهار او پېښور د هند دروازې وې او په دې لاره کې د اکوړي موقعیت مهم وو او طبعا خوشحال به د هغه وخت د اسیا ګڼ مهم شخصیتونه پېژندلي وي.

 د اکوړي د خان حجره یوازې یو مېلمستون نه وو، بلکې یو پوهنتون هم وو. دې حجرې نه یوازې خوشحال خټک د خپل وخت له پوهانو، سیاستوالو او نورو لویو شخصیتونو سره اشنا کاوه، بلکې د ولس په ژبه باندې د پوره تسلط امکان ېې ورکاوه. دا چې د خوشحال ژبه سهل ممتنع ده او ولس ته د ولس په ژبه خبرې کوي او د ژبې یو لوړ معیار لري، په دې کې باید د حجرې اغېز هېر نه کړو.

 دلته یو بل حقیقت ته هم اشاره پکار ده چې د یوه خان ورځ، تقسیم اوقات نه لري. هغه هره شېبه د یو چا د راتلو او ملاقات توقع لرلای شي. د خان ټوله ورځ مصروفه او له خلکو سره په رابطه کې تېریږي. نو یو څوک چې هم د خوشحال غوندې خلکو ته پیغامونه لري او هم یې وخت په ګوښه کې نه، بلکې له خلکو سره تېریږي، ژبه به یې طبعا د ولس ژبه وي. الفت صیب دې ته اشاره کړی.

 د ولس ژبه او تر خوشحال له مخه پښتو ادب، خصوصا روښاني ادبیات د خوشحال د سبک په ایجاد کې پوره اغېز لري.

 بازنامه د خوشحال بابا یو مهم اثر دی. په دې کتاب کې چې د باز د ښکار او تربیت په باره کې دومره جالب، مفصل او دقیق بحثونه شوي دي، دا له خاني ماحول سره بې تعلقه خبره نه ده. زما له نظره د باز د ښکار او روزنې په اړه تر باز نامې بهتره اثر او شاهکار نشته. ښکار د هغه وخت د خاني ماحول د سیاسي فرهنګ یو لوی عنصر جوړوي. کله چې به د مغولو یو سردار، یو شهزاده، د سیمې یو لوی خان یانواب یا بل مهم مېلمه د اکوړي د خان مېلمه شو، نو د ښکار کولو امکان به یې ورته برابراوه.

 د هغه وخت تعلیمي کتابونه د نظامیې د درسي نصاب کتابونه وو. د نظامیې په درسي نصاب کې دنیایي او دیني علوم دواړه شامل وو او داسې کسان یې تربیه کول چې د هغه وخت په اداري نظام کې او د اجتماعي او کلتوري ژوند په چارو کې پکار راتلل. خوشحال چې د خپلې زمانې درسي کتابونه لوستي وو، د طب او حساب او ادبیاتو په څېر دنیايي علومو علاوه یې د دیني علومو او فقهې په اړه هم کافي معلومات لرل او په عربي یې پوره تسلط لاره. د ده ( فضل نامه) په پښتو ادب کې د فقهي مسایلو یو ډېر مهم کتاب دی چې له عقایدو او عباداتو رانیولې تر اسلامي آدابو او اخلاقو پورې ډېر څه پکې بیان شوي دي.

گویا اعتمادی صاحب گفت که اشعار فارسی- دری خوشحال خان همه عشقی و در او مسایلی را که در پشتو ذکرکرده وجود ندارد، اما تأثیر ادبیاتخوشحال را اگر دلیل می‌خواهید، در شعر اقبال ببینید و هم‌چنان در اشعار معاصر دیگر.

 د دې لپاره چې خوشحال او خپل نور کلاسیک شاعران او مفکران لا ښه وپېژنو، لازمه ده چې د هغه وخت درسي کتابونه ولولو. له ځوانو محققانو نه مې توقع ده چې د هغه وخت درسي نظام معرفي کړي او په دې ډول د مشرانو له فکر او ذوق او جهانبینۍ سره لا ښه بلد شي.

 ما یو وخت د هند په حیدراباد کې د اکبر د زمانې د مورخ او درباري ابوالفضل د انشا کتاب وموند او ولوست. زموږ ځوان محققان باید د خوشحال په سبک او طرز باندې د دغسې کتابونو اغېز مطالعه کړي. د ابوالفضل سیاسي نظریه هم مهمه ده او په دې باید غور وشي  چې ایا د خوشحال خټک یا افضل خان په سیاسي فکر باندې یې اغېز لرلای دی؟

 د خوشحال د لا ښه درک لپاره پکار ده چې د هغه د ژوند او هنر او فکر د مختلفو اړخونو تر منځ پیوستون پیدا کړو.

 د خوشحال فکر او هنر د اسلامي تمدن د فکر او هنر ادامه ده. د اسلامي تمدن د اوج په زمانه کې له مراکشه رانیولې تر هند او چینه پورې یو مشترک تمدن او مادي او معنوي ارتباطات وینو. زموږ یو ناسم تصور دا دی چې د عباسي دوران زوال د اسلامي تمدن زوال ګڼو، حال دا چې اسلامي تمدن په پېړیو وروسته هم په خپل قوت کې و. که اسلامي تمدن په قوت کې نه وای نو د خوشحال غوندې کسان به څنګه پیدا کېدل. د خوشحال فکر، هنر او شخصیت نه یوازې د ده د ماحول محصول دي، بلکې له ټول اسلامي فرهنګ سره تعلق لري. حنظله بادغیسی زموږ  د دري ژبې لومړی شاعر بلل کېږي چې ګویا په دوه سوه نولس (۲۱۹) هجري قمري کال کې وفات شوی دی. د خوشحال بابا د یو مشهور بیت تصویر او مفکوره چې فرمایي:

 که فلک دې د زمري په خوله کې ورکا

 د زمري په خوله کې مه پرېږده همت

د حنظله بادغیسي په راپاتې شعرونو کې هم پیدا کولای شو. دغه راز د ملک، د نظام ، د ژوند د طرز او د سیاست په اړه د خوشحال خټک، د شیخ سعدي او امیر علي شېرنوايي په افکارو کې بېخي زیات مشابهتونه پیدا کولای شو چې دغه مشترک افکار له لویه سره تر ډېره حده په پنځمه هجري قمري پېړۍ کې  د نظام الملک په سیاستنامه، د کیکاوس په قابوسنامه او یا تر هغو هم پخوا په نورو اسلامي متونو، خاصتا اخلاق ناصري کې چې خوشحال بابا ورته اشاره کړې مومو او دې نتیجې ته رسېږو چې خوشحال په تاریخي لحاظ د ستر اسلامي تمدن یو لوی وارث دی.

 خوشحال د شکسپیر غوندې ستر شاعر او هنرمن دی، خو په شاعرۍ سربېره د قوم مشري هم ورپه غاړه ده. له ده سره چې کومې ارزوګانې وې، هغه میرویس نیکه عملي کړې او احمد شاه بابا یې د تکمیل هڅه وکړه.

 د خوشحال خټک د سمینار په دې بختوره اختتامیه غونډه کې غواړم ووایم چې د افغانستان حکومت په نژدې وخت کې زموږ د یو بل کلاسیک شاعر حمید مومند د قبر د تعمیر کار پیلوي. دغه راز مالیې وزارت ته هدایت کوم چې په پېښور کې دې په افغان بلډنګ کې یو فرهنګتون ایجاد او هلته دې د مشاعرو او ادبي فعالیتونو لپاره د مناسب ځای بندوبست وشي. دلته  د افغانستان له علومو اکاډمۍ او له نورو ادارو هم غواړم چې تر دې وروسته د پښتونخوا او کوټې د سیمو د لیکوالو او ادیبانو د آثارو په چاپولو کې فعاله برخه واخلي.

خپله وینا د غني خان د یو حماسي شعر په یوه بیت پاېته رسوم.

یا به دې زه سیال کړمه وطنه د جهان

یا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان