د ملي شورا د اولسمې تقنیني دورې د پرانیستې په مناسبت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د وینا متن

د ملي شورا د اولسمې تقنیني دورې د پرانیستې په مناسبت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم

جناب دهقانپور صاحب، جناب زرمتی صاحب، برادر عزیز داکتر صاحب عبدالله، برادر عزیز جناب استاد دانش، جناب حکمتیار صاحب، جناب قاضی القضات صاحب و اعضای ستره محکمه، جناب لوی‌څارنوال صاحب، جناب ابراهیمی صاحب، جناب مسلمیار صاحب، جناب انجنیر صاحب محمدخان، جناب نور ستانی صاحب و تمام اعضای کمیسیون انتخابات، جناب شینواری صاحب، اعضای کمیسیون شکایات، جناب داکتر صاحب سمر و اعضای کمیسیون حقوق بشر، جناب داکتر صاحب مجددی، اعضای محترم کابینه، جناب لوی درستیز صاحب، جناب معین صاحب ارشد، مشاورین گرامی، جناب داکتر صاحب وردک وزیر امور پارلمانی، همه وکیل صاحبان محترم، خواهران و برادران عزیز، وطنداران گرامی.

تر هر څه لومړی هر یوه ته د بشریت د ستر لارښود دا تحفه ډالۍ کوم

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

 نن د شپاړسمې دورې دوه وکیلان زموږ او تاسې په منځ کې نشته، د شهید عبیدالله بارکزي او شهید عبدالجبار قهرمان یاد دې ژوندی وي او د خدای تعالی په دربار کې ورته د مغفرت دعا کوم.

دغه راز د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو شهیدانو ته چې د انتخاباتو د امنیت په خاطر یې خپل خوږ ژوند قرباني کړی دی او ما دوی ته د ولسواکۍ د ساتندویانو لقب ورکړی دی، د دوی ټولو پاک روح ته دعا کوم.

نن د ملت په کور کې د ځوانو وکیلانو هغه که ښځې دي او که نارینه د دوی پراخ حضور د یو نوي افغانستان زیری له ځان سره لري او ټولو وکیل صاحبانو ته مبارکي وایم.

که څه هم زموږ د نظامي او ملکي ادارو لویه برخه ځوانان جوړوي، خو اوس لیدل کېږي چې زموږ د هېواد ملي شورا کې هم اکثریت غړي د ولسواکۍ د عصر تعلیم یافته ځوانان دي. ستاسو په موجودیت کې به د ښځو حقوق، د ځوانانو حقوق او د افغانستان د ټولو وګړو حقوق انشاالله تعالی خوندي وي او تاسې به ورنه استازیتوب کوئ.

زه  د دغه تغییر او انتقال پخاطر د افغانستان ټول ملت او ملي شورا ته مبارکي ورکوم. ملت تاسې ته سترګې په لار دی چې له تازه او ګټورو افکارو سره هېواد او زموږ کړېدلي ولس ته د خدمت جوګه شي.

موږ باید شپږ میاشتې مخکې د نن ورځې شاهدان وای، بیا یې تکراروم، موږ باید شپږ میاشتې مخکې د نن ورځې شاهدان وای. موږ شپږ میاشتې انتظار وکړ، ځکه د انتخاباتو د پخواني کمیسیون د ځینو مسولانو د بې کفایتۍ پخاطر د ولسي جرګې د اولسمې دورې نتایج  وځنډېدل، خو نن خوښ یم چې بالاخره د ملت کور د خپل ملت د استازو کوربتوب کوي. مبارک دې وي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون استقلالیت او خپلواکۍ ته په درناوي په دې شپږو میاشتو کې د کمیسیون په کاري چاروکې هیڅ ډول مداخله نه ده شوې او د ملي وحدت حکومت په دغه انتظار او افتضاح کې هیڅ نقش نه لري.

ما له قضا او څارنوالۍ نه نیولې چې له جناب  قاضي القضات صاحب او لوی څارنوال صاحب څخه خاص مننه کوم، تر مرکزي بانک پورې د هغو ادارو د استقلالیت درناوی کړی، او کومې چې اساسي قانون خپلواکي ورکړې ورته مې احترام کړی.

هیله مند یم چی د انتخاباتو مستقل کمېسیون او د شکایاتو کمېسیون چې د ټولو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په رایو ټاکل شوي دي خپله ملي دنده تر سره کړي او په کفایت او شفافیت سره راتلونکې ټولټاکنې په خپل وخت سره ترسره کړي او نتایج یې په څو ورځو کې اعلان کړي. له جناب ډاکټر صاحب عبدالله، جناب استاد دانش او ډاکټر صاحب فضلي څخه مننه کوم چې له کمېسیون سره له ډېر نږدې کار کوي او ستاسو ټول ضرورتونه د ملي وحدت حکومت ترسره کوي.

د کابل د وکیلانو ځای بدبختانه تش دی دا تشه د منلو وړ نه ده او باید د کابل د نتایجو لپاره یو معین ضرب العجل اعلان شي او عملی شي.

وکلای عزیز

من به جایگاه بزرگ و قانونمند شورای ملی به عنوان یکی از ارکان قوای سه گانه دولت باور داشته و به آن احترام نهادینه قایل هستم.

اشتراک شما در انتخابات و حضور شما درین خانه، نشان می دهد که افغان ها مردم سالاری را از آن خود می دانند و راه دیگری برای نماینده گی از ملت به جز از انتخابات وجود ندارد.

انتخابات شرط حتمی و ضروری جمهوریت اسلامی است و جمهوریت و شهروندی با هم ارتباط زنجیری دارند.

آنهایی که راه نیافتند و کامیاب نشدند، در غنامندی این روند بازهم  نقش اساسی داشتند و برای شان در سایر امور زنده گی و کار آرزوی موفقیت دارم.

من نقش سه گانه ولسی جرگه یعنی قانون گذاری ، نماینده گی از مردم و نظارت از حکومت را درک می کنم. آروزیم این است که دورۀ هفدهم، فصل جدید و با محتوا از نزدیکی سه رکن اساسی دولت باشد تا ما بتوانیم درایت و صلابت کشور خویش را به منطقه، جهان و مردم خود ما بهتر و بیشتر به نمایش بگذاریم.

نباید نا ملایمت های دوره های گذشته تکرار گردد. بیایید نام این دوره تقنینی را دوره استحکام وحدت ملی از طریق هماهنگی قوای ثلاثه  بگذاریم.

تنها تداوم نظام و پاسداری از قانون اساسی است که می تواند ملت را مانند امروز زیر یک سقف جمع نماید. شما به نماینده گی از گوشه گوشه وطن اینجا جمع شده اید، ولی زیر این سقف از کل مردم افغانستان نمایندگی می کنید و باید نماینده گی کنید.

در روز مبارک جمعه از این جهت این مجلس را افتتاح کردیم که معلوم شود که ریاست جمهوری و رهبری حکومت و حدت ملی، یک لحظه تعلل را در شروع کار شورای ملی تحمل نمی کند، انشاء الله و تعالی به برکت این روز یک تهداب همکاری و هماهنگی وسیع گذاشته خواهد شد.

بسیار معذرت می خواهم که نام جناب داکتر صاحب ابراهیم ملک‌زاده فراموشم شد بود، روح شان شاد باشد و بالاترین رای را از غور گرفته بود، به شما و تمام و کیل صاحبان تسلیت می‌گویم.

 دروازه ارگ و نهاد ریاست جمهوری و قلب من درمجموع  به خاطر پیشنهادات و نظریات منسجم و ملی شما همیشه باز خواهد بود.

شما با داشتن دسترسی به تمام اسناد دولتی، می توانید اولویت های ملی و محلی را تفکیک نموده و با همدلی با قوه اجراییه، نظارت بر اجراات حکومت را از شکل مغرضانه آن دور ساخته و به یک پروسه ملی و هدفمند تبدیل نمایید. من حرف های که دهقانپور صاحب گفتند، از صمیم دل استقبال می کنم.

چنانچه می دانید مسئولیت تامین امنیت و دفاع از خاک مقدس ما به‌صورت مستقیم به دوش نیروهای دلیر دفاعی و امنیتی کشور قرار دارد. قوای خارجی از ۱۴۰ هزار به ۱۴ هزار تقلیل یافته است و این چهارده هزار تنها نقش حمایوی دارد و در عملیات ها نقش مستقیم ندارند.

آنهایی که فکر می کردند که ما در نبود  قوای خارجی شکسته می شویم، تحلیل های شان واهی ثابت شد. بلی همه می دانیم که مملکت ما به مشکلات عظیم و بزرگ امنیتی مواجه است. این مشکلات از جنگ تحمیلی و مداخله مستقیم از خارج در تمویل و تجهیز طالبان و گروهای تروریستان  ناشی می گردد. اما در پهلوی آن، دلایل دیگری نیز وجود داشت که باعث ضعف و گسست در تدابیر دفاعی و امنیتی ما گردیده بود.

من در حالی سرقوماندانی اعلی قوای مسلح را احراز کردم که رهبری نیروها اکثر گروهی و جناحی عمل می کردند، صد ها سلیقه سیاسی و غیر ملی در تعیینات دخیل بود. بخشی از نیرو ها به جای تعبیه و جا به جایی در برابر دشمن دروازه بان آدم های زورمند شده بودند. قانون تقاعد و قانون ذاتی افسران  سالها بود که به تعلیق رفته بود و یا وجود نداشت که این امر  باعث پوسیده گی در رده های  بالا گردیده بود. از نان عسکر دزدی می شد، نیروهای خیالی ایجاد گردیده بود تا شماری از آن بهره بگیرند و جیب های خود را پر سازند.

اصلاحات و تقویت را آغاز کردیم، در برابر روند اصلاحات و تقویه نیروهای دفاعی و امنیتی ما صدها موانع بود، اما به فضل خداوند ما فایق شدیم. امروز اصلاحات یکی از دلایل برای انگیزه بلند رزمی در صفوف نیروهای  ما است، زیرا می دانند که از مواظبت مادی  و معنوی دولت و حکومت برخوردارند.

شماری هنوز تبصره می کنند که بن‌بست وجود دارد، اما ما به فضل خداوند این بن بست را امسال شکستانده ایم و موج اول حملات بهاری طالبان که آن را ناحق الفتح نامیده اند تا حال ناکام است. از جناب محب صاحب، خالد صاحب، اندرابی صاحب، ستانکزی صاحب، جناب لوی درستیز صاحب، معین صاحب ارشد و تمام اراکین شجاع و متعهد قوای امنیتی و دفاعی ما، از صمیم قلب تشکر می کنم.

از روی حملات بی رحمانه و کشتار بی هدف آنها باید گفت که محتوای واقعی تهاجم شان سر کشی از اوامر الهی و عدول از فتوای متفقه ۲۹۰۶ عالم جید افغانستان، فیصله های کنفرانس اسلامی و خطبه های خطیبان حرمین شریفین  است.

د افغانستان د خلکو درنو وکیلانو!

د ملت او امنیتي ځواکونو هیله داده چې ملي شورا د امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو ملاتړي، انګېزه ورکوونکي ـ معنوي او سیاسي حامي په توګه اوسي.

راځئ! د ولسواکۍ دغو ساتندویانو ته د ملګرتیا لاس ورکړو، تر څو له افغانستان څخه ساتنه وکړي، هغوی د شخصي کلاګانو په ساتنه مصروف نه کړو.

راځئ، د هغوی د پوځي یونیفورم ـ رتبې او دندې قدر وکړو، نه د هغوی د قوم او سیمې. راځئ د یو واضح ملي او هېوادني سیاست له مخې خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه د قومیت ـ عصبیت او سمت پالنې څخه لرې وساتو. دا قهرمانان د دېرش زره، یا پنځلس زره یا لس زره افغانیو لپاره کار نه کوي، دا قهرمانان په دې وطن مئین دي او د دې لېونۍ مینې قدر یې وکړو.

زه باور او یقین لرم چې تاسې به له پخوانۍ دورې څخه په زیات تفاوت د امنیتي سکتور له مشرتابه سره ستراتيژیکه همکاري ولرئ او په دغو حساسو شرایطو کې به هر ډول سلیقه يي خواهشاتو، بي ځایه ګومارنو او نورو چارو کې دوی بوخت نه کړئ.

د امنیتي سکتور له مشرتابه څخه پوښتنه او د هغوی نظر اورېدل ستاسو دنده او صلاحیت دی، خو باید په یاد ولرئ چې که هغوی زیات بوخت شي او ستاسو د پوښتنو د فشار لاندې نظامي اسرار افشا کړي، دښمن ور څخه ګټه پورته کولی شي. هیله لرم چې له پخوا څخه په بهتره چوکاټ کې امنیتي سکتور او په ټوله کې اجرائیه قوې سره خپلې اړیکې وساتئ. انشاالله تعالی دا کېدونکې ده.

له اقتصادي پلوه افغانستان لوی ظرفیت او امکانات لري، خو له بده مرغه زموږ اوسنی حالت فقر دی. په اصل کې د افغانستان تر ټولو لوی قوم فقر او غربت نومېږي، زموږ لوی او اکثریت قوم بېوزلان دي.

موږ د خپلو امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره، موږ له افغاني محصولاتو څخه د افغانانو د دسترخوان د ډکولو لپاره، موږ د خپلو ښارونو او کلیو د انکشاف لپاره او په مجموع کې ولس ته د خدماتو د وړاندې کولو پخاطر سخته اړتیا لرو، تر څو خپلې اوبه مهار او مدیریت کړو، آب آبروی ما است و ما آب خود را مدیریت می کنیم. خپل کانونه استخراج کړو، نوي نسل ته تعلیم او مهارتونه ور زده کړو، نه بې ګټې معلومات.

د لومړي ځل لپاره د کانونو قانون د نړیوالو تجربو څخه په استفادې جوړ شو، تر څو د قانون په تشه کې زموږ کانونه چور نشي. له سلو کالو وروسته د ښاروالیو قانون بیا وارزول شو او له سره جوړ شو او له شپاړسمې دورې څخه مننه کوم چې نږدې څلور سوه قوانین او مقررات یې په دې څلور نیمو کالو کې پاس کړي او له استاد دانش څخه د زړه له کومې مننه کوم.

خو خودکفايي ته رسېدو پورې اوږده لار په مخ کې لرو. اوس مو فیصله کړې ده چې سږکال به په سلګونو واړه بندونه او لسګونو متوسطو بندونو کار پيل کړو او د لویو بندونو کارونه لا پسې ګړندي کړو. دا چې یو کال سېلاب راځي او یو کال وچکالي راځي ضرور ده چې موږ خپلې اوبه مهار کړو او د دې لپاره مو غوښتنه کړې چې جناب قیومي صاحب او مستور صاحب به په اساسي توګه ټولې هغه پروژې چې حرکت نلري او پرمختګ یې نه دی کړی کنسل شي او پرځای یې د افغانستان اوبه موږ ټول افغانستان ته مدیریت کړو او په مساوي توګه یې مدیریت کړو.

یوه برخه چې د پراختیا په حال کې ده معلوماتي ټکنالوژي ده، دا برخه به راتلونکي کې د هېواد د عاید لویه سرچینه وي. یعنې د افغانستان ډیجیټال اقتصاد د ودې په حال کې دی او له ټولو همکارانو او وزیرصاحبانو څخه مننه کوم.

مالداری زموږ د هیواد لویه پانګه ده او کوچیان  د افغانستان د ډېرو محرومو اقشارو څخه دي. د لومړي ځل لپاره د هرې ادارې په بودجه کې  یو خاص فصل او باب د کوچیانو د مرستې لپاره پرانستل شوی او یوه لویه پروژه د کلیو پراختیا وزارت له خوا د کوچیانو د منتخبو شوراګانو په همغږۍ به پلې شي.

زه چې کله له هېواده بهر سفر کوم د خپل وطن محصولاتو ته د بازار موندلو دنده لرم. هره شیبه او هره ورځ هڅه کوم خپلو محصولاتو ته خریدار او بازار پیدا کړم. تاسې خو د جلغوزو له قصې حتما خبر یاست. موږ نه پوهېدو چې د جلغوزيو لوی تولیدونکي یوو، مګر اوس ټوله دنیا خبره شوه چې افغانستان جلغوزي لري. زما ژمنه داده چې د هر ولایت پیداوار له کچالو، تر پیاز، انګور نیولې تر عناب پورې دا به ټول بین المللي بازارونو ته رسوو، یو چا مانه پوښتنه وکړه په چین کې چې ته د افغانستان ولسمشر یې که د زعفرانو او مرمرو پلورونکی؟ ما ویل هر څه چې د افغانانو جیب ته پیسې راوړي، زه د هغه استازی یم.

برق یکی از ضروریات عمده کشور ما است و ما افتخار داریم که در دوره حکومت وحدت ملی، تنها در ظرف ۱۵ ماه گذشته زیاده از ۵۰ سال گذشته، ولایات ما به برق متصل شده اند. تعهد ما این است، تا زمانی که ما مسئول هستیم، سرمایه‌گذاری روی برق صورت می گیرد، قیمت برق ۶ تا ۱۰چند پایین آمده و در ظرف دوسال پلان اینکه تمام ولسوالی های افغانستان به برق وصل شوند، انشاء الله تعالی با پشتیبانی شما و برکت خداوند جل‌علی‌شأنه عملی خواهد شد.

متاسفم که وکلای کابل در کرسی های خود نیستند، ای کاش وکلای کابل حضور می داشتند که من برنامه های ما را برای شهر کابل و ولایت کابل می شنیدند.

کابل باید پر از تحرک اقتصادی باشد و به خاطر دستیابی به آن در پهلوی پلانگذاری سرک های حلقوی و پروژه های عمده رفاهی دیگر دریای کابل قرار دارد، روز شنبه کار بالای دریای کابل انشاءالله تعالی آغاز خواهد شد و همچنین، یک طرح ۶جلدی برای تحول بنیادی کابل پایتخت پر افتخار تمام افغانستان در راه عملی شدن است و به زودترین فرصت انشاءالله تعالی تهداب ستره محکمه و تعمرات دیگر را ر پهلوی قصر دارالامان و قصر پارلمان افتخار گذاشتن‌اش را خواهیم داشت.

مردم ما بار بار ثابت نمودند که مرکزگرا هستند و خواستار یک دولت قوی و متعهد به عملی کردن قانون در سرتاسر کشور اند. ادارات مرکزی افغانستان هم باید افغانستان محور شوند و برای انکشاف متوازن، تمام کوشش های خود را انجام دهند. استراتیژی حکومتداری محلی ما در حال عملی شدن است و من متعهد هستم که روزبه‌روز امکانات و صلاحیت های ولایات و شاروالی ها، ولسوالی ها و قریه های افغانستان را بیشتر بسازیم. ضرورت واضح است که هر وزارت و هر اداره افغانستان از ولایات خبر باشد و تمام ولایات را به صورت مساوی ببیند. پیکر افغانستان ۳۴ بخش دارد، هربخش آن که مورد توجه قرار نگیرد، خاصتا ۱۰تا از محرومترین بخش ها، این پیکر سالم نخواهد ماند.

د نويو کمیسیونونو رئیس صاحبان اوغړي چې د یوې شفافې پروسې له لارې ټاکل شوي دي باید د ملت حوصلې ته درناوی وکړي او د بې ځایه ځنډ مخه ونیسي، له تاسو محترمو وکیلانو هم غواړو چې د کمیسیونونو استقلالیت ته په احترام په دوی ته توصیه وکړي چې خپل اجراات د قانون سره سم په خپل وخت عملي کړي.

سږکال زموږ لپاره ځکه مهم کال دی چې موږ د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمه کلیزه لمانځو، بله خوا په افغانستان کې د روان جنګ څلوېښت کاله پوره کېږي.

هماغسې مې چې له هېواد والو سره ژمنه کړې وه چې دا څلويښت کلن جنګ به ختموو د دې لپاره موږ مشورتي لویه جرګه رابللې او د استقلال د سلمې کلیزې په مناسبت مو چې څنګه ژمنه کړې وه د ملي قهرمان غازي امان الله خان د دورې تاریخي ودانۍ په فني ډول رغوو، تر څو په خپلواکۍ مئین ولس بېرته د خپل تاریخي عظمت نښې بیا وګوري.

په دغو تاریخي ودانیو په چټکۍ کار روان دی او تاسو د دارالامان قصر د بنیادي بیارغاونې شاهدان یاست، خارجیانو ویلي وو چې دا له پنځو کالو په کم وخت کې نه کېږي، افغانانو ثابته کړه چې په یو نیم کال کې یې تکمیلوی شو او تکمیلېږي به. د جبل سراج ماڼۍ، د دارالامان ماڼۍ، د کابل عید ګاه جومات چې ملي قهرمان غازي امان الله خان ور څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ دا ټول به سلمې کلیزې ته انشاالله تعالی چمتو کېږي او په پغمان کې هم د اماني دورې په قصرونو  کار روان دی او همدارنګه په جلال اباد کې د غازي امان الله خان په مقبره هم کار روان دی، هیله ده ټول به سږکال بشپړ شي او راتلونکو نسلونو ته به دغه میراث روغ او جوړ پرېږدو چې له خپل تاریخي عظمت څخه خبر شي.

د لوی احمد شاه بابا کور او د میرویس نیکه کلا به بیارغاول کېږي او همدارنګه د ملکه ګوهر شاد، د اتلې ملالۍ، زرغونه انا او د غازی عبدالله خان اڅکزي، غازی سردار محمد ایوب خان او نورو ملي شخصیتونو مقبرې هم رغول کېږي. څوک چې خپل تاریخي شخصیتونه هېروي بیا یې په قدر نه پوهېږي او موږ د خپلو تاریخي شخصیتونو په قدر پوهېږو.

وکلای عزیز!

افغانستان نقطه وصل است و این خطه چهارراه تمدن ها و تجارت بوده و به خاطر اعاده جایگاه تاریخی آن جد و جهد زیادی انجام داده ایم.

امروز به فضل خداوند، با بنادر متعدد تجارتی وصل هستیم و دسترخوان ما در گرو بندرکراچی نیست. با ناز و قهر یک همسایه مواد اولیه ما تا و بالا نمی شود و این یک دستاورد عظیم است. بیاد بیاورید سال هایی را که محتاج به یک بندر بودیم و ببنید امروز را که با ده ها بندر تجارتی وصل هستیم و این آغاز کار است. ما خواهان مناسبات تجارتی وسیع با تمام همسایگان خود هستیم، به شرطی که قوانین بین المللی، مخصوصا قوانین بین المللی تجارت یا WTO را مراعات کنند. دسترسی مساوی، چون ما در بین چهار میلیارد انسان قرار داریم و دسترسی ما به این بازارها یک اصل ضرور است و در مقابل، ما حاضر هستیم که تمام دروازه های خود را به روی تجارت همسایه ها باز کنیم و مناسبات نیک  داشته باشیم، چون تجارت از یکطرف و صلح از طرف دیگر موجب رشد عمده منطقه می شود، نه تنها افغانستان.

 قانون اساسی به ما حکم می کند که برای تمام اتباع کشور خدمات صحی رایگان ارائه کنیم، به اساس تخنیک انجام چنین کاری،۲۰ درصد عواید ناخالص کشورمان را نیاز داریم.

ای کاش این جنگ تحمیلی و این حملات خرابکارانه برعلیه ملت ما راه اندازی نمی شد. ما به جای کلنیک سازی از روی مجبوریت بیشتر مصروف  پوسته سازی شدیم و مسوولیت این عقب مانی و ایجاد محرومیت ها  بردوش  طالبان و گروه های تروریستی خارجی است. آنها باید پاسخ این لکه سیاه را بدهند.

شما می دانید که متاسفانه معارف افغانستان کمتر مهارت ارایه می کند. بیشترین تمرکز معارف و تحصیلات عالی و نیمه عالی ما بر ارایه  معلومات است، نه مهارت.

این امر باعث شده است که لشکری از تحصیل یافته های بی مهارت داشته باشیم که نه در رشته های تحصیلی خود ماهراند و نه هم از مهارت های حیاتی و مسلکی برخوردارند که برایشان کار پیدا شود.

تمرکز ما بر این بوده تا در کنار تقویت رشته های تخصصی در پوهنتون ها  معارف افغانستان را  بر ارایه مهارت و تعلیمات مسلکی  جهت بدهیم .این کار زمان گیر است ولی نیاز اساسی کشور است و انشاءالله شما شاهد ثمره آن خواهید بود.

اکمال نیازمندی های پوهنتون های افغانستان و موسسات تحصیلات عالی، با شفافیت و به صورت معیاری در تعدیل بودجه امسال در نظر گرفته خواهد شد. خواهش من از اعضای محترم پارلمان این است که با وزارت محترم صحت عامه کمک کنند که در تعبیر قانون اساسی قسمی شود که شفاخانه های ما واقعا به پا ایستاده شوند و نقاط تحرک باشد.

وکلای معزز

خواهران و برادران

من امروز نه به حیث کاندید ریاست جمهوری، بلکه به عنوان رئیس جمهور برحال افغانستان در خدمت شما قرار دارم. من الی انجام انتخابات شفاف و سراسری در کشور، رئیس جمهور هستم و مسوولیت های حساس و خطیر بر دوش دارم. من سرقوماندان اعلی قوای مسلح هستم و در شرایط حساس کنونی، خبرگیری از سربازان دلیر ما جزی از مسوولیت های من است.

من خودم را  در خوشی و غم فرد فرد این خاک شریک می دانم و اشتراک من در مجلس شادی و غم، معنای کمپاین را ندارد، بلکه جز مسوولیت های من است.

اگر سیلاب می آید باید به دیدن سیلاب زده ها بشتابم و کمک رسانی را تسهیل نمایم. و وقتی حملات ذبونانه دشمن صورت می گیرد، باید از قهرمانی و فداکاری نیروهای ما ستایش و قدردانی کنم و با قربانی ها غمشریکی کنم، این جز مسوولیت های ریاست جمهوری است.

یکی از وظایف رئیس جمهور افتتاح پارلمان است، حالا یکی بیاید و بگوید رئیس جمهور کمپاین می کند.  شما چه می گویید ؟

در پنج سال اخیر شماری از طرح ها و پروژه های عام المنفعه را در سراسرکشور آغاز کرده ایم و حالا وقت اش رسیده است که این پروژه ها افتتاح گردند و بعضی ازین پروژه ها به خاطر اینکه برای عام مردم خیر بزرگ  می رسانند مانند اولاد برایم شیرین هست.

 بعضی ازین پروژه ها مانند بند کمال خان آرزویی بود که نیمروزیان قرنها بود در سینه داشتند و حالا رو به تکمیل شدن است. بند کمال خان و بند بخش‌آباد وضعیت اقتصادی نیمروز و فراه را از بنیاد بهبود می بخشد و بند کجکی وضعیت هلمند را و همینطور بندهای دیگر ما وضعیت ولایت دیگر ما را. رفتن زیر سایه درختی که آن را خود شانده و آبیاری کرده ایم کمپاین نه بلکه شریک شدن در شادی و خوشی مردم ماست.

صلح نیاز اولیه ماست. ما افغان ها با نفس های خود صلح صلح می گوییم. طرح صلح را به صورت منسجم و منظم آن من ارایه کردیم و به آن متعهد و باور‌مندیم.  به اساس طرح ما هیچ معامله و مذاکره ای که کارت سبز پارلمان را با خود  نداشته باشد، صورت نخواهد گرفت.

شما بخش اساسی تیم صلح افغانستان خواهید بود و از آن  مطمین باشید. مالکیت بر پروسه صلح، یعنی اینکه نماینده های ملت در ابهام قرار نداشته باشند.

من به خاطر اینکه چند روز بعد  لویه جرگه مشورتی صلح را داریم، به جزیات این برنامه نمی روم، اما به صورت کلی و اجمالی به شما اطمینان میدهم که رمز صلح در وحدت ماست.

رمز صلح در توانانی و بازوهای قوای دفاعی و امنیتی ما است. رمز صلح در این است که پارلمان هر قدم از پروسه را با کارت سبز  استقبال نماید. رمز صلح در مشارکت زنان ما است، رمز صلح در حضور علمای ما است، رمز صلح در حضور وسیع جوانان و تمام اقشار ملت است. درین امر بزرگ همدل و متحد خواهیم بود.

وکلای معزز ملت افغانستان

نظام جمهوریت تداوم خواهد داشت و این ملت سزاوار عزت است نه سرخمی. گسست و هر بار آغاز از صفر، ذلت است و سرخمی به دشمن. این ملت به دشمن سرخم نخواهد کرد و ذلت را نخواهد پذیرفت. آنهایی که با پخش ابهام – شک و بدگمانی در پی تضعیف وثیقه ای  ملی ما یعنی قانون اساسی اند، نزدیک به  فکر کودتاچیان اند ولی با رفتار نرم .

این ها نمی دانند که هر بار کودتا چه قیمت بزرگ به ملت به بار آورده است. من برایشان می گویم و از این تریبون که ملت برای شان می گویم که عصر کودتا پایان یافته است.

امروز آنچه ما را زیر این سقف گرد آورده است و بسیار با افتخار گردآورده است و با رای و نظر مردم گردآورده است، قانون اساسی افغانستان است. کسانی که این وثیقه را می خواهند به تعلیق ببرند، جفا می کنند و برای‌شان اجازه جفا داده نخواهد شد.

این وجیبه شورای ملی است که از  جایگاه مقدس خویش، یعنی وکالت از مردم که تنها در نظام جمهوریت امکان پذیر است، دفاع نمایند و فاصله با بقیه بخش های سیاسی و ارکان اساسی دولت را از دید فکر و نظر صفر بسازند.

 برای همه ای شما از خداوند بزرگ موفقیت و سرخ‌رویی آرزو دارم.

زنده باد افغانستان

یشه‌سن افغانستان

ژوندی دې وي د افغانستان اسلامي جمهوریت

تل دې وي د افغانستان ملي پارلمان