د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د مبارکۍ پیغام

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د مبارکۍ پیغام

۱۳۹۷ل د غبرګولي ۲۵/ ارګ جامع جومات

بسم الله الرحمن الرحیم

 تر هر څه اول د افغانستان عظیم ملت ته د کوچني اختر مبارکي وایم، په دې هېله چې د ټولو روژې، عبادات او د هېواد د سولې او ثبات لپاره دعاګانې د خدای تعالی په دربار کې قبولي شي.

با تاسف در این ماه مبارک رمضان تروریستان خون شماری از هموطنان ما را ریختاندند، من مراتب تسلیت و همدردی خویش را به خانواده های قربانیان حوادث تروریستی اخیر به خصوص به خانواده های شهدای نیروهای امنیتی و دفاعی کشور ابراز می دارم و آرزو می کنم که به برکت این ایام مبارک، صلح و ثبات پایدار در کشور عزیز ما تحکیم گردد و از خانواده های نیروهای امنیتی و دفاعی تشکر میکنم که اولادشان را رضاکارانه به خاطر دفاع از کشور در صف نیروهای امنیتی و دفاعی فرستادند.

علمای دینی افغانستان همواره بخاطر خیر و فلاح جامعه؛ حامل پیام اسلامیت، انسانیت و صلح برای مردم عزیز ما بوده اند. اینبار نیز علمای معظم ما در ماه مبارک رمضان یک کار نهایت بزرگی را انجام دادند و علیه جنگ در افغانستان فتوای جامع و تاریخی را صادر کردند و با صراحت گفتند که جنگ روان، انفجار، انتحار، خشونت و افراطیت مطلق ناروا است و در دین مبارک اسلام هیچ اساس شرعی ندارد. من از این اقدام عالی و اسلامی علمای دینی کشور باردیگر قدردانی و استقبال می نمایم. مننه جناب کشاف صاحب او ټولو علمای کرامو!

د افغانستان د دیني علماوو فتوا او فرمایشاتو ته د احترام په خاطر حکومت د وسله‌والو طالبانو سره یو طرفه اوربند اعلان کړ، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له دغه نېک ابتکار څخه وروسته طالبانو هم د اختر په ورځو او شپو کې د اوربند اعلان کړی دی او د شپې دولس بجو څخه ترننه اوربند په سراسر د افغانستان کې دواړو خواو عملي کړی. په اوسني تاریخ کې د دې لومړي اوربند مبارکي  د افغانستان ملت ته وایم.  موږ نه يوازې د دې بلکې د هر هغه اقدام چې د وينې د بهېدو مخنيوی کوي، هرکلی کوو.

موږ هرکال په اخترونو او نورو ملي ورځو کې په وسله‌والو مخالفانو د سولې او جنګ بندۍ غږ کاوه، تر څو زموږ خلک لږ تر لږه په اخترونو او نورو ملي ورځو کې په ارامه خپلې خوشالۍ ونمانځي، خو سږکال وسله والو طالبانو هم د حکومت دغه غږ ته هرکلی ووایه او د اختر په ورځو کې یې د اوربند اعلان کړی دی. هیله ده چې دا اوربند دوام پیدا کړي او بیا د افغان مسلمان ولس وینه تویه نشي.

 میلیونونه افغانان د دغه اوربند حمایت کوي، تېره ورځ په یو خودجوشه حرکت کې په ننګرهار کې محترمې ښځې له کورونو راووتلې او د اوربند د ملاتړ تر څنګ یې د هغه د دوام غوښتنه وکړه.
د سولې له پروسې څخه د افغانانو په منځ کې قاطع ملاتړ او ملي اجماع موجوده ده، ملت اماده دی چې په هر قېمت وي د سولې ملاتړ ته دوام ورکړي او دولت د ملت د ارادې په اساس حاضر دی چې هر اړخیز ګامونه کېږدي.

د دغه ملاتړ ښه مثال د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان دی چې پرته له حکومتي او سیاسي ملاتړ څخه یې په سلهاوو کیلومتره مزل وکړ، تر څو په تڼاکو پښو او ستړي ځانونو کابل ته د سولې پیغام را ورسوي، چې اوس کابل ته رانږدې شوي دي. د کابل ولس باندې ناره کوم چې د دوی هرکلی وکړي.

موږ په دې یوه کال کې د سولې د یوه جامع پلان له لارې مخته لاړو چې د ملت ټولو اقشارو او سیاسونو په یوه غږ ترې ملاتړ کړی. په دې برخه کې د سولې عالي شورا څخه او د مشرانو جرګې او ولسي جرګې څخه هم مننه کوم چې د دغې سترې ملي اجماع په رامنځته کولو کې یې بارز نقش ولوباوه.
زه له نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امريکا د متحدو ايالتونو، د ناټو سازمان، د اسلامي کنفرانس سازمان، برتانيې دولت، اروپايي ټولنې او شانګهای سازمانڅخه هم مننه کوم چې زموږ د سولې له پلان او اوربند څخه يې ملاتړ کړی دی.

پرون شپه زه خادم الحرمین الشریفین سره وغږېدم او د عربستان محترم پاچا خپل ټول او ټینګ ملاتړ له سولې او اوربند نه د افغانستان د ولس لپاره اعلان کړ. د طالبانو په رهبرۍ غږ کوو چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووایي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د علماو وروستني وړاندیزونو ته امادګي وښیي. موږ د سولې په وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي. د ملي وحدت حکومت په دې برخه کې د ملت ارادې ته درناوی لري او وروستني بې ساري اقدامات یې هم د علماو او د خلکو د غوښتنو په احترام ترسره کړي دي. جناب استاد[سرور دانش] تشکر از پشتیبانی دایمی تان.

د بین الافغاني سولې لپاره موږ د علماو د منځګړتوب منلو ته اماده یوو او غواړو چې د سولې مالکیت له ملت سره وي.

یکی از دلایل که حماسه جهاد ملی بعد از ۸ ثور به نفاق، تضاد و فاجعه تبدیل شد، عدم موجودیت اجماع به انتخابات بود، بناً انتخابات به منظور تداوم و مشروعیت نظام، لازم و حتمی پنداشته می شود.

از مردم ما که با وجود خطرات زیاد، به مراکز ثبت نام رفتند و تا حال اضافه تر از شش میلیون افغان واجد شرایط برای اشتراک در انتخابات آینده ثبت نام نمودند، از صمیم قلب ابراز امتنان مینمایم.

چنین به نظر می رسد که افغان ها برای آینده شان بدون انتخابات هیچ نسخۀ دیگری را مفید نمی دانند، زیرا همه نسخه های دیگر در کشور تجربه شده و ناکام ثابت گردیدند و افغانستان را به پرتگاه بدبختی سوق داده اند؛ به این وجه مردم عزیز ما نمی خواهند که دوباره تجربۀ تلخ گذشته بالای ملت عظیم ما تکرار شود. قانون اساسی وثیقه ملی ما است، انتخابات شورای ملی و شوراهای ولسوالی و انتخابات ریاست جمهوری به طبق فرمایشات قانون اساسی انجام  خواهد شد تا ملت قهرمان افغانستان با اراده آزاد خود قشر سیاسی و زعامت اینده خود را تعین کند.

یو ځل بیا دې ټولو ته اختر مبارک وي

یشه سن افغانستان

زنده باد افغانستان

ژوندی دې وي افغانستان

شریک کولShare on Facebook0Share on Google+0Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn0